په کندهار کې بې برقۍ ګڼې فابريکې وتړلې

Your browser doesn’t support HTML5

په کندهار کې له تېرو اتو ورځو راهیسې د صنعتي پارک او د ښار د نورو سیمو ټولې فابریکې د برېښنا د نه موجودیت په وجه تړل شوي دي. د دغو فابریکو مسوولینو د چهارشنبې په ورځ په يوه غونډه کې وویل چې که یې د برېښنا د اعادې غم ونه خوړل شي، نو فابریکې به یې همداسې بندې پاته شي.