د حقاني شبکې یو مهم قوماندان په جنوبي وزیرستان وژل شوی دی

د حقاني شبکې یو مهم قوماندان په جنوبي وزیرستان کې د پاکستان د امنیتي ځواکونو او وسله والو ترمنځ نښته کې وژل شوی دی.

حکومتي چارواکو او د طالبانو منابعو مشال راډیو ته ویلي، جګړه هغه مهال ونښته چې د حقاني شبکې قوماندان فاروق ځدراڼ او لس نور وسله وال په جنوبي وزیرستان کې یوې امنیتي پوستې ته ورسیدل.

د فاروق ځدراڼ ورورسنګین چې په پکتیا او پکتیکا ولایتونو کې د حقاني شبکې قوماندان و، د ۲۰۱۳ م کال سپتمبرمیاشت کې د امریکا د بي پیلوټه الوتکې په حمله کې وژل شوی و.

د سنګین پرځای د هغه بل وروربلال ځدران ټاکل شوی او فاروق ځدراڼ یي مرستیال و.

امریکایي چارواکي وایي، حقاني شبکه د پاکستان حکومت سره نږدې اړیکې لري او دا ډله په افغانستان کې په سترو او مهمو حملو کې لاس لري.