وسله والو چې ادعا کوي اسلامي بنسټ پالې دي، د پاکستان په کراچۍ ښار کې یوه امریکنۍ ښځه په ډزو ټپي کړې ده.
وسله والو په یوې پاڼه کې لیکلې، دا چې دا ښځه امریکنۍ ده، دوي ورباندې حمله کړې ده.
دوبرا لوبو چې د کراچۍ ښارد غاښونو کالیج مرستیاله ده، له دفتره د وتلو پرمهال ورباندې موټرسایکل سپرو وسله والو حمله وکړه، په سر او مخ یي ټپي کړه.
لوبو چې له یوه پاکستاني سره یي واده کړی، د کراچۍ ښارپه یوه روغتون کې بستري ده.
وسله والو په لیک کې په انګلیسي ژبه لیکلي چې دوي په بلوچستان ایالت کې د پاکستاني طالبانود یوې ډلې دولت الاسلامیه غړي دي.
دې ډلې د اسلامي دولت ډلې سره پیوستون اعلان کړی دی.
پولیس وایي، دوي نه شي تائیدولای چې حمله کوونکې اسلام پالي وسله وال دي.
حمله کوونکو په لیک کې ګواښ کړی چې په پاکستان کې به په امریکایي اتباعو نورې حملې هم وکړي.