پوتین: روسیه به تر ۲۰۲۳ کاله د ځمکې په مدارکې خپل فضايي سټېشن جوړ کړي

د روسیې ولسمشر ولادیمیرپوتین وايي، روسیه په پام کې لري چې تر ۲۰۲۳ کاله د ځمکې په مدار کې خپل فضايي سټېشن جوړ کړي.

پوتین د پنجشنبې په ورځ له خلکو سره د پوښتنو او ځوابونو په یوه پروګرام کې دا اعلان وکړ او ویې ویل چې د روسیې د ملي فضايي سټېشن جوړول د راتلونکې خبره ده خو د روسیې د ملي اقتصاد له نظره اړتیا ورته لیدل کېږي.

روسیه او د امریکا د فضايي تحقیقاتو ادارې ناسا په دې وروستیو کې موافقه وکړه چې لږترلږه تر ۲۰۲۴ کاله به په نړېوال فضايي سېټشن کې په ګډه کارکوي او تمویلوي به یې خو په ګډو فضايي پروژو کې د امریکا او روسیې د همکارۍ په اړه شکونه وروسته له هغه پیدا شول چې د اوکراین د بحران له کبله د دې دواړو هېوادونو اړیکي له سړې جګړې وروسته تر ټولو بحراني حالت ته ورسېدل.

پوتین همداراز یادونه وکړه چې روسیه خپل جلا فضايي سټېشن ته ځکه اړتیا لري چې خپل قلمرو له فضا څخه په دقت سره وویني.