تورکالي که خلک سنګین بولي نو د ماتم او د ویر په معنا یې هم بولي. موږپه نننۍ تاندې څانګې کې دا دی د دریم ځل لپاره په افغانستان کې د دولتي ښوونځیو د نجونو د تور یونیفورم یا لباس پر بدلون غږیږو.
د ۱۳۹۱ کال د غبرګولي پر ۱۳ نېټه یاني له نن نه کابو درې کاله وړاندې په همدې تاندې څانګې کې موږ د دولتي ښوونځیو د نجونو د تور یونیفورم د بدلون په اړه خپرونه جوړه کړه، د زده کوونکو دغو شکایتونو ته په پام سره چې تور رنګ لمرجذبوي او دوی ورسره پاذاب دي، موږ د څو تودو یا ګرمسیره ولایتونو د زده کوونکو نظرونه واخيستل، د دوی غوښتنې داسې وې:
د کندهار ښار د محمود طرزي لیسې زده کوونکې قندیه او د زرغونې انا لېسې زده کوونکې شیما ویل چې کندهار ښارګرم ولایت دی، تور لباس سره پاذاب یو باید بدل شي.
د ننګرهارد یوې لیسې زده کوونکې تورپېکۍ حقیار وايي چې که څه هم توره جامه سنګینه ده خو د چاچې پوستکی غوړ وي هغوی باندې په اووړي کې د تور لباس له کبله دانې راخيږي، چې پخپله هم له دې مشکل سره تېرکال مخ شوې وه.
خو د دغو نظرونو تر څنګ ځینې داسې هم وې چې له خپل تور یونیفورمه خوشاله وې، لکه حمېرا، زمزمه او رخسار... دوی ویل چې همدا لباس ښه دی او نجونو ته ښايي چې تور یونیفورم واغوندي.
په هماغه کال یوې بلې پېغلې هېلۍ احدي راته ویلي وو چې تور رنګ هم ګرد نیسي او هم له فکري او رواني پلوه زده کوونکي ځپي.
دا موضوع مو له رواني پلوه هم وڅېړله چې ایا تور رنګ په ریښتیا هم له فکري او رواني پلوه زده کوونکي ځپي؟ دا پوښتنه ځوان روانشناس شرف الدین عظيمي راته ځواب کړې وه او ویلي یې وو چې تور رنګ په روانشناسۍ کې ډېر د بحث وړ رنګ دی چې ښه رنګ ندی بلل شوی او د روانشناسانو د باور له مخې دا رنګ پر خلک فضا راتنګوي او فکري ودې ته یې زیان رسوي.
د همدغه کال یاني د ۱۳۹۱ کال په هغه خپرونه کې مو د پوهنې وزارت د هغه وخت د مطبوعاتي سلاکار ګل اغا احمدي نظر اخيستی و او دوی ویلي وو چې په دې اړه فکر شوی دی او ښايي لنډ وخت کې د دغه لباس رنګ بدل شي.
خو چې کله یو کال پوره شو او د کالیو رنګ بدل نه شو نو تر هغې خپرونې نږدې یو کال وروسته یاني د ۱۳۹۲ کال په چنګاښ میاشت کې مو د مکتبي نجونو د تور یونيفورم د بدلون خبره بیا تعقیب کړه، د هغه وخت د پوهنې وزارت ویاند امان الله ایمان راته وویل چې که څه هم په دې موضوع خبرې شوې وې خو اوس په همدغه لباس اکتفا کوو.
موږ په دې اړه د ولسي جرګې د هغه وخت د دیني، فرهنګي، معارف او د لوړو زده کړو د کميسون غړي کمال ناصر اصولي نظرهم پوښتلی و، ښاغلي اصولي هم ویلي وو چې که چېرې د ښوونځيو د زده کوونکو لخوا دوی ته په دې اړه شکایت لیکونه وروړل شي نو د بدلون په اړه به یې اقدام وکړي.
خولکه چې ولسي جرګې ته خبره پاتې نه شوه ځکه چې سږ کال بیا هم د پوهنې وزارت د معلوماتو له مخې د مکتبي نجونو د تور یونيفورم د بدلون په اړه پر یوې نوې لایحې کار شوی دی چې ښايي ډېر ژر دغه تور یونیفورم په یو بل رنګ واوړي. داسې څه د یاد وزارت د رسنيو مسؤل محمدکبیر حقمل وايي.
خو یوه محصله مریم امرخېل که یو خوا خوشبينه ده چې دا ځل ښايي تور لباس په کوم بل ښه رنګ واوړي او دا ژمنه یوازې ژمنه پاتې نشي نو بلخوا وايي چې حداقل سږ کال دې دا رنګ نه بدليږي...ولې؟ آغلې مرېم وايي چې زموږ ځینې خلک په یوه ګوله ډوډۍ پسې حېران دي او ډېر په مشکله خپلو اولادونو ته د ښوونځي یونیفورم اخلي، سږ کال ټولو زده کوونکو ځان ته د مکتب یونیفورم اخیستی نو که د بل تعلیمي کال له پېلېدو وړاندې اعلان وشي نو خلک به له اقتصادي مشکل سره مخ نشي.
لومړی ځل چې موږ په تاندې څانګې کې د مکتبي نجونو د تورلباس د بدلون په اړه خپرونه جوړه شوه او خپرونه د راډيو او فېسبوک له لارې خپره شوه نو یو شمېر کسانو تور لباس اسلامي لباس ګڼلی و او ویلي یې وو چې دا لباس باید بدل نشي.
موږ په دې اړه یو افغان دیني عالم شمس الحق فروتن وپوښت، دی وايي چې په اسلام کې تور رنګ کوم خاص ارزښت نه لري خو که کالي بې پردې، چسپ یا په پدن پورې نښتي وي که هر رنګ وي، اغوستل یې ناروا دي.
د پوهنې وزارت د رسنيو مسؤل محمدکبیر حقمل هم وايي چې دوی ټولو اسلامي او افغاني اصولو ته په پام سره دغه کار کوي.
تاندې څانګې پر فېسبوک پېډا کړئ او د خپرونې په اړه نظر راته پرېږدئ، پته ده: facebook.com/tandysangy
او د نورګل شفق پردې بریښنالیک پته خپل پېغامونه راولېږئ: ShafaqN@rferl.org
جوړوونکی: نورګل شفق
Your browser doesn’t support HTML5
تاندې څانګې