نژدې دوه زره دوه سوه رومانیایي، امریکایي، بریتانیایي او د مالدوفیا پوځیان نن په رومانیا کې پراخ پوځي تمرینات پیلوي.
د راپورونوله مخې دا تمرینات د رومانیا او اوکراین پولي ته نژدې ترسره کېږي.
ویل کېږي چې دا تمرینات به د اپریل تردیرشمې د رومانیا په جنوب ختیځ کې دوام ورکړي.
د رومانیا دفاع وزیر وایي، هېواد به یې روان کال ۳۴۰ پوځي تمرینات وکړي چې اکثربه یې په ناټو کې د رومانیا له ملاتړیو او د اروپایي ټولنې له غړیو سره ترسره شي.