د کلید نشراتي ګروپ د چهارشنبې په ورځ په کابل کې د کارټونونو نندارتون پرانیست.
د دې ګروپ مسوولینو وویل، په دې کارټونون کې د هېواد د مختلفو سیاسي، ټولنیزو، فرهنګي او امنیتي پیښو وضعیت د طنز په بڼه کښل شوي.
د کارټون نندارچېانو دغه هنرمهم وباله او هیله يې وکړه چې حکومت دې، د دې هنر پراختیا ته پام وکړي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وايي، د دې هنر د زده کولو، هرمینه وال ته به د زده کړو زمینې برابرې کړي.
د کلید نشراتي ګروپ په دې نظردی چې کارتونونه کولای شي چې یوه پیښه، یوه نیمګړتیا او یو ناوړه عمل په ډیرې اسانۍ او لږ وخت کې خلکو ته خپورکړي.
په همدې هدف یاد ګروپ د چهارشنبې په ورځ په کابل کې د خپلو خپرونو د ارشيف په لسګونو کارتونونه نندارې ته وړاندې کړل.
د دې ګروپ ريیسې نجیبې ایوبي ازادۍ رادیوته وویل، غواړي چې د کارټونونوله لارې خلک د هېواد د وروستیو کلونو پر مهمو فرهنګي، اقتصادي، سیاسي، امنیتي او داسې نور پیښو خبراو د دې پیښو نیمګړتیاوې ترسیم کړي:
″د کلید کارټونونه چې په تیرو دیارلسو کلونو کې، د کلید په مجله کې چاپ شوي، له هغوڅخه مواتیا قطعې انتخاب کړي دي.
هدف دا دی چې په دې موده کې سیاست څنګه و او نیمګړتیا په کې څه وي؟
دا یو پیام لري او خلکوته مو د بیاوریادولو په خاطر وړاندې کړل.″
د کلید ګروپ د مسوولینو د معلوماتوله مخې کارټونونه انتقادي بڼه لري او هدف يې د مفسدو او په ټولنه کې د ظلم او ناخوالو او داسې نورو خپلسریو رسوا کول دي.
په دې مناسبت په جوړې غونډه کې یو شمېرانځورګرانو، کاریکاتورستانو او کارټونیستانو د کارټون پر ژانرخبرې وکړې او ويي ویل چې کارټونستانو په خپلو فعالیتونو کې ډیرې نیمګړتیاوې، د طنزي تصویر په سبک رسوا کړي او د تیروتنو او سرغړونو عاملین ېې د هغوې نیګړتیاو ته متوجه کړي دي.
دوی دا هم وویل، کارټون اوس په اروپایي هېوادونو کې ډیر مینه وال لري خو په افغانستان کې ورته لازم کار نه دی شوی.
د دې نندارتون کتونکي چې ډيری د پوهنتونونو محصلان، د ښوونځیو زده کوونکي او ژورنالیستان وو، د کارتون له هنر سره یې مینه وښوده او تاکېد يې وکړ چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت دې، د دې هنر پراخولو ته هڅې وکړي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سلاکارجلال نوراني وویل، د وې چمتو دي چې د دې هنرمینه والو ته د زده کړو لازم شرایط برابر کړي:
″اطلاعاتو او فرهنګ وزارت، هڅه کوي چې په یوه ډول د هنر او ژورنالیزم ټولو برخو ته رسیدګي وکړي، په دې برخه کې د دې وزارت مربوط د فرهنګستان هنر مرکز فعال دی او که هرڅوک غواړي چې په دې برخه کې تدریس وکړي، موږ چمتو یو چې اسانتیاوې ورته برابرې کړو.″
د کارتون ماهرینو وویل، د کارتون په رسمولوکې له مبالغې، اغراق او غلو څخه زیات کار اخیستل کېږي او څرنګه چې دا ژانر انتقادي بڼه لري، کله کله کارتونست له ګواښونو سره هم مخ کېږي.
کارپوهان وايي، کارتون د غیرقانوني اعمالو پرضد یوه مهمه مبارزه ده:
راپور: خان محمد سیند