په کندهار کې د صنعتي پارک شاوخوا دوه سوه فابریکې وتړل شوې.
د دغه ولایت د صنعتکارانو د اتحادیې مرستیال فیض الحق مشکاني نن په دې اړه په جوړې
شوې غونډې کې وویل، په کندهار کې د بریښنا نه شتون د دې لامل شوی چې د کندهارد صنعتي پارک دوه سوه فابریکې وتړل شي.
ښاغلی مشکانی وایې چې له دې سره شاوخوا څلورزره او پنځه سوه کسان بیکاره شوي دي.
دی وایې، د فابریکو له بندیدو سره په دغه ولایت کې تقریبآ د غوړو، مالګې، اوسپنې او پلاسټیک تولیدات بند شوي او اوس خلک مجبوره دي چې له وارداتي موادو څخه ګټه واخلي.