د یمن شیعه حوثي یاغیانو د ملګروملتونو د امنیت شورا له خوا پردوی او د دوی پرمتحدینو د وسلو د بندیز لګول وغندل.
د حوثي په مشرۍ د انقلاب عالي کمیټې د اپریل پر ۱۴ یعنې پرون د هغې اصطلاح په وړاندې د لاریونونو غږ وکړچې دوی یې له تاوتریخوالي څخه د ملګروملتونو ملاتړ یادوي.
ایران پلوه حوثیانو په یمن کې ډیرژر پرمختګونه وکړه چې ورسره د دوی پر مرکزونو د سعودي عربستان په مشرۍ ایتلاف له خوا هوایې بریدونه راوپاریدل.
په ملګروملتونوکې د سعودي عربستان سفیرعبداله المعلمي وویل چې د ملګرو ملتونو حل لاره د دغو هوایې بریدونو څخه ښکاره ملاتړ دی.
په یوه بل خبرکې د مصر مشرتابه وایي، مصر او سعودي عربستان په سعودي او نورو خلیج هېوادونو کې د یوه لوی پوځي مانور په اړه بحث کړی دی.
د ایران د بهرنیوچارو وزیرمحمد جواد ظریف په همدې حال کې ویلي چې تهران یمن ته د سولي د یوه پلان وړاندیز کړی چې په هغه کې د اوربند غوښتنه شوې ده او وروسته دې د ده په خبره د ټولو خواوو ترمنځ د بهرنیو په ملاتړ خبرې وشي.