سپینه ماڼۍ: اوباما به کېویا د تروریزم د ملاتړو هېوادونو له لسته وباسي

سپینه ماڼۍ وایي، ولسمشربارک اوباما به کېویا د تروریزم د ملاتړو هېوادونو له لسته وباسي.

اوباما پرون کانګرس ته په یوه پیغام کې ویلي چې د کېوبا کمونست حکومت په تیرو شپږومیاشتوکې د نړېوال تروریزم هیڅ ډول ملاتړ نه دی کړی.

اوباما دغه راز زیاتوي چې هاوانا ډاډ ورکړی چې په راتلونکي کې به هم د هیڅ نړېوال تروریستي عمل ملاتړ ونه کړي.

د کېوبا د بهرنیوچارو وزارت د امریکا دا پریکړه منصفانه بللې ده.

دا اعلان داسې مهال اوباما او د کېوبا ولسمشر راول کاسټرو څو ورځې وړاندې په پانامه کې د یوې سیمه يیزې سرمشریزې په څنډوکې سره ولیدل.

دا په تیرو پنځوسوکلونو کې د دواړو هېوادونو ترټولو په لوړه سطح خبرې وې.

د امریکا د بهرنیوچارو وزارت په هغه لست کې چې ایران، سوډان او سوریه هم په کې شامل دي، د کېوبا حضورد امریکا او کېوبا ترمنځ د دیپلوماتیکو اړیکو او د سفارتونو د بیا پرانستلو په برخه کې یو لوی خنډ وو.