پاتروشيف: د افغانستان بيارغونه بايد په خپله د افغانانو له خوا ترسره شي

د روسيې د امنيت شورا منشي وايي، د افغانستان بيارغونه بايد په خپله د افغانانو له خوا او د ملګروملتونو په همکارۍ ترسره شي.

نيکولای پاتروشيف Nikolay Patrushev پرون په مسکوکې د شنګهای د همکارۍ د سازمان په غونډه کې په دې اړه توضيحات ورکړل.

ده وويل، د دې غونډې ګډونوالو د افغانستان د سولې د پروسې ملاتړکړی او دوی د افغانستان د سوليېزې بيارغونې غوښونکي دي.

د پاتروشيف په وينا، ټول په دې نظر وو چې د افغانستان بيارغونه بايد په خپله د افغانانوله خوا وي البته د ملګروملتونو په همکارۍ سره.

ده زیاته کړه چې دا ډېره مهمه ده چې د افغانستان اقتصاد پياوړی شي.

د روسيې د امنيت شورا منشي وويل چې په ۲۰۰۱م کال کې په افغانستان کې د بهرنيوځواکونو د ځای پرځای کولوهدف ترسره نه شو او په دې هېواد کې د مخدره موادو توليد ۴۰ برابره زيات شو.

د روسيې د دغه امنيتي چارواکي په وينا، د افغانستان په ځينو ولایاتوکې سخت دريځي ښه ډاډه عمل کوي.