د پاکستان د سوداګرۍ وزيرنن په کابل کې د پاکستاني محصولاتو نندارتون افتتاح کوي.
د پاکستان د سوداګرۍ وزيرخرم دستګيرخان پرون په کابل کې خبريالانوته وويل چې هېواد يې غواړي له افغانستان او منځنۍ اسيا له هېوادونو سره سوداګريز روابط پياوړي کړي.ده کابل ته د خپل سفر په اړه وويل:
″هدف روښانه دی او هغه دا دی چې د افغانستان او پاکستان له خلکو او په ټوله کې د سيمې له خلکو سره مرسته وشي ترڅو په سيمه کې د دايمي ثبات، سولې او د کارموندلو لپاره له سوداګرۍ څخه ګټه واخيستل شي.″
د پاکستاني محصولاتو په نندارتون کې چې په کابل کې به درې ورځې دوام وکړي، شااوخوا ۴۰ پاکستاني شرکتونه برخه اخلي.
د پاکستان د سوداګرۍ چارواکي وايي چې هېواد يې غواړي له افغانستان سره د سوداګرۍ کچه تر ۵ میليارده ډالره لوړه کړي.