د عراق صدراعظم به د داعش پرضد له امریکا نه به د نورو مرستو غوښتنه هم وکړي

تمه ده چې د عراق صدراعظم حیدرالعبادي نن په واشنګټن کې د امریکا له جمهوررئیس بارک اوباما سره د کتنې پرمهال د اسلامي دولت ډلې پرضد جګړه کې د امریکا د نورې پوځې مرستې غوښتنه هم وکړي.

العبادي، واشنګټن ته له روانیدو مخکې وویل، د سفرهدف یي د داعش پرضد د ایتلافي ځواکونو د هوایي ملاتړ زیاتوالی او عراق ته د وسلو ورکول دي.

تمه ده چې العبادي به په نننۍ کتنه کې د میلیاردونو ډالرو په ارزښت د بې پیلوټه الوتکو په ګډون له امریکا څخه د نورو وسلو غوښتنه وکړي.

د امریکا په پوځي بودجې کې د کانګرس له خوا د محدودیتونو له امله به جمهوررئیس اوباما ونشي کړاې چې د عراق د صدراعظم ټولو غوښتونو ته مثبت ځواب ووایي.