ماشومتوب د ژوند مهم دور دی چې د انسان د شخصیت تهداب په کې ایښودل کیږي؛ خو که یو ماشوم له کوچنیوالي نه عقده یي او محروم را لوی شي، نو د ژوند په را وروسته مرحلو کې به له یو لړ جدي ستونزو سره مخ وي.
زموږ په اکثره کورنیو کې دا دود دی چې نجلۍ خپل ښی او چپ لاس وپیژني؛ نو د کور په کارونه ورلغاړې کوي،میندې په دې فکر کې وي چې نجلۍ سبا بل کور ته ودیږي او که کار یې نه وي زده نو دا دوی ته شرم دی. په ځینو کورنیو کې پرته له دې چې د نجلۍ سن او د کار اندازې ته وګوري د کور ټول مسوولیتونه ورسپاري.
یوه بله اساسي ستونزه چې اکثر کورنۍ ورسره مخ دي مور پرله پسې ماشومان زیږوي او هغه نجلۍ چې لایې د ماشومتوب د ناز او لوبو وخت دی؛ د خپلو وړو ورونو او خویندو ساتل اوبه راوړل، آن کله کله د کور ټول مسوولیت د دې په غاړه وي او کورنۍ هم پرته له دې چې د ماشوم صحي او رواني وضیعت په پام کې ونیسي؛ د کور ټول کارونه پرې کوي، خو آیا دا ماشومه د دې ټولو کارونو له عهدې وتلی شي؟
"ماشومان که د شرق وي که د غرب، هلک وي که نجلۍ خو د خندا او ژړا انداز یې یو دی؛ نو ماشومان باید په کافي اندازه خپل ماشومتوب وکړي؛ لوبې وکړي او په خپله ماشومانه دنیا کې پریښودل شي؛ تر څو د ژوند نورو پړاوونو ته په خوشالۍ او مثبت لید لوري قدم واخلي."
جوړوونکې: مسعوده نیازۍ
Your browser doesn’t support HTML5
نیمه نړۍ: په ماشومتوب کې نجلۍ ته لوی مسوولیتونه سپارل او اغیزې