م.م:۲۰۱۴د جنسي تجازونو، جنسي برده ګۍ او جبري ودونو کال و

ملګري ملتونه په خپل یوه نوي راپورکې وايي، ۲۰۱۴ م کال د جنسي تجازونو، جنسي غلامۍ او جبري ودونو کال و، د داعش او القاعده په څیر افراطي ډلو ورڅخه د یوې وسیلې په توګه کار اخیستی دی.

د ملګروملتونو عمومي منشي بانکي مون په دې راپورکې چې پرون خپورشو په عراق، سوریه، سومالیا، نایجریا، مالي او یمن کې د وسله والو ډلو له خوا د جنسي تیریو او شخړو په پیښو سخته اندېښنه ښودلې ده.

په راپورکې ویل شوي دي چې په عراق، سوریه او نایجریا کې پرنجونو او ښځو تيري له ستراتیژیکې او ایډیالوژیکې هدفونو او د افراطي ډلو له عوایدو سره تړاو لري.

راپور زیاتوي، اټکل کیږي چې په تیروڅومیاشتوکې به په عراق کې پرشاوخوا یونیم زر ملکې وګړو جنسي تیری شوی وي.

په راپورکې دغه راز ویل شوي چې په سوریه کې د جنسي تیري په پیښو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی او له عراقه تښتول شوې نجونې په سوریه کې په هغو بازارونو کې په بیه پلورل کیږي چې د داعش ډلې تر واک لاندې دي.