د روسیې ولسمشرولادیمیر پوتین یو فرمان لاسلیک کړی دی چې له مخې یې پر ایران د ایس ۳۰۰ ډوله توغندیو پر خرڅلاو لګیدلی بندیز لیرې کیږي.
د روسیې پر دې اقدام د امریکا متحدو ایالاتونو او اسریلو انتقاد کړی دی.
روسیې په ۲۰۱۰ م کال کې د لویدیځ د فشارونو په نتیجه کې ایران ته د ایس ۳۰۰ توغندیو د سپارلو څخه ډه ډه وکړه او په دې برخه کې یې کړی قراداد لغوه کړ. دې هیواد هغه وخت دا اقدام وروسته له هغې وکړ چې پر تهران یې د اتومي پروګرام له کبله د ملګرو ملتونو د د امنیت شورا د وروستي پریکړه لیک ملاتړ وکړ.
د پوتین وروستي فرمان دوه اونۍ وروسته له هغې صادریږي چې ایران او د نړۍ شپږ پیاوړي هېوادونه د تهران د اتمي پروګرام په اړه د یوې موافقې پرچوکاټ سلا شول.
کریملین پرون وویل، د ولسمشرپوتین نوی فرمان ایران ته د ایس ۳۰۰ ډوله توغندیو د انتقال او سپارلو په برخه کې خنډ له منځه وړي.
د ایران دولتي خبري اژانس ایسنا د ایران د دفاع د وزیر حسین دهقان له خولې د مسکو د دې پریکړې هرکلی کړی او دا یې د سیمې د دوامداره امنیت لپاره مهمه بللې ده.
له بلې خوا د امریکا د بهرنیوچارو وزارت ویاندې ماري هارف په واشنګټن کې د مسکو د دې اقدام په اړه خبریالانو ته وویل:
″موږ فکرنه کوو چې دا مهال دې د روسیې دا اقدام پرځای وي.
خو موږله روسیې سره د پنځه جمعه یو هېوادونو په خبرې اترو کې له نژدې کارکړی دی او فکرنه کوو چې د مسکو دا اقدام به پرهغه څه اغیز ولري چې د خبرواترو په خونو کې تیریږي.″
سپینې ماڼۍ ویلي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیرجان کري په دې اړه خپل اعتراض روسیې ته څرګند کړی دی.