د تاجکستان د ملي امنیت د دولتي کمیټې ریس سايمومین یتیموف غیرې دولتي سازمانونه تورن کړی دی چې د تاجکستان ملي امنیت ته ګواښ پېښوي.
په کولاب ښارکې د پوهنتون زده کوونکو ته د خبرو پر مهال یتیموف وویل، یو شمېر بهرني هېوادونه د غیرې دولتي سازمانونو ترچترلاندې داسې میتودونه کاروي چې د تاجکستان د ملي ګټو خلاف دي.
نوموړی وویل، د لومړي ځل لپاره په تاجکستان کې ځیني استخبارتي کړۍ د تظیم شویو جنایتکارو ډلو سره همکاري کوي، هغوی ته پیسې ورکوي چې د تاجکستان د امنیت پر ضد وجنګیږي.
نوموړې په دې برخه کې د هیڅ هېواد یا سازمان نوم یاد نه کړ.