د اوکراین په اړه خبرې اترې په برلین کې پیل شوي دي

د اوکراین په ختیځ کې د اوربند د عملي کیدو د ارزونې په اړه خبرې اترې په برلین کې پیل شوې دي.

په دې خبرواتروکې د جرمني د بهرنیو چارو وزیر فرانک والټرشټاین مایر، د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر لاورانټ فابیوس، د روسیې د بهرنیو چارو وزیرسرګي لاوروف او د اوکراین د بهرنیو چارو وزیز پاولو کلیمکین برخه لري.

د اوکراین په ختیځ کې د اوکرایني ځواکونو او روس پلوو بیلتون غوښتونکو ترمنځ کړکیچ کې تراوسه ترشپږ زرو زیات کسان وژل شوي دي.

د فیبرورۍ د میاشتې په نیمايي کې د جرمني او فرانسې د مشرانو په منځګړیتوب په مینسک کې د دواړو غاړو ترمنځ شوي اوربند په سیمه کې تاوتریخوالی راکم کړی خو دغلته وضیعت لا هم ترینګلی دی.

د برلین له خبرومخکې د جرمني د بهرنیوچارو وزیر پر مسکو او کییف ټینکارکړی چې د مینسک جوړجاړی دی په ښه توګه عملی کړي.

نوموړی ویلي، زه او زما همکاران به پردې هم خبرې وکړو چې سیاسي پروسه څه ډول پیل شي.