د نوبل د ادبیاتو د جایزې ګټونکی جرمنی لیکوال په حق ورسېد

د نوبل د ادبیاتو د جایزې ګټونکی جرمنی لیکوال ګونترګراس د اپرېل په ۱۳مه په حق ورسېد.

د نوموړي لیکوال د کتابونو خپرونکې ټولنه وايي چې ګراس پرون د جرمني د لیوبک ښار په یوه روغتون کې سا ورکړه.

ګراس پر ادبي لیکنو سربېره سیاسي فعال هم و، او پر اسراییلو یې ځینې انتقادي لیکنې هم کړي خو جرمني سیاستوال او د نوبل جایزې مسوولینو دی هغه لیکوال بللی چې د جرمني ادبیاتو ته یې نوې سا ورکړې ده.

ګونتر ګراس Guenter Grass په تېره یوه لسیزه کې جرمنانو ته ترټولو ګران لیکوال و چې اوه اتیا کاله یې ژوند وکړ.

د ګراس په نامتو آثارو کې یو د حلبي ډول په نوم ناول دی چې په ۱۹۵۹ کال کې خپور شو او نور آثار یې پیشو او موږک او د چنګاښ په ګام ناولونه دي.

په ۱۹۹۹ کال کې د نوبل جایزې مسوولې کمیټې ویلي و چې ګراس د تاریخ هېره شوې څېره راژوندۍ کړې او ځکه یې په هغه کال ده ته د نوبل د ادبیاتو جایزه ورکړه.

د نوبل کمیټې څرګنده کړه چې د حلبي ډول په نوم د ګراس اثر چې د جرمني نازیانو پرضد لیکل شوی ناول دی، په شلمه پېړۍ کې په جرمني کې د ناول لیکنې بنسټ کېښود.

دا ناول په هغه ادبي سبک لیکل شوی چې د جادویي ریالیزم په نوم یادېږي. د ناول کیسه د اوسکار ماځیرات Oskar Matzerath په نوم د یوه درې کلن ماشوم له خولې بیانیږي. دا هلک په درې کلنۍ کې هغه مهال چې نازي ګوند په نولس سوه دېرشمو کالو کې د زور اخیستو په حال کې و، پرېکړه کوي چې باید له درې کلنۍ څخه لوی نشي. د ناول دا کوچنی اتل خپل پیغام د یو حلبي ډول په غږولو سره بیانوي. د همدې کیسې پر بنسټ په ۱۹۷۹ کال کې نامتو جرمني ډایرکټر فولکر شلویندروف Volker Schloendorff یو سینمايي فلم جوړ کړ چې د اوسکار جایزه یې هم وګټله.

د نوبل کمیټې وویل چې دې ټِن ډرم The Tin Drum یا حلبي ډول ناول په جرمني کې له څو لسیزو ژبني او اخلاقي سقوط وروسته د جرمني ادبیاتو د نوي پړاو پیل و.

د ګراس آثار د نازیانو د واکمنۍ دوره، د جګړې ورانۍ او د نازیانو له ماتې وروسته د ګناه هغه حس تصویروي چې جرمنانو درلود.

په ۲۰۰۶ کال کې د نوموړي یو بل لانجمن ناول پیاز پوستول خپور شو. په دې ناول کې دی د خپل تېر ژوند هغه برخه افشا کوي چې د دوهمې نړیوالې جګړې په وروستیو کې یې له نازیانو سره همکاري کړې وه.

ګونتر ګراس په ۱۹۴۴ کال کې د امریکايي پوځي مامورینو له خوا ونیول شو، څو میاشتې په زندان کې و، وروسته د سنګکارۍ معمار او بیا هنرمند لیکوال شو.

هغه څه چې باید وویل شي د ګراس د یوه شعر سرلیک و، چې په ۲۰۱۲ کال کې خپور شو او په هغه کې یې پر اسراییلو او د دې هېواد پر اټومي وسلو چې د ده په وینا د نړۍ لپاره ګواښ دی سخت انتقاد کړی و.

د جرمني صدراعظمې انګېلا مېرکال د ګراس مېرمنې ته په یو لیک کې لیکلي دي چې ګراس په خپلو هنري آثارو او سیاسي او ټولنیزو لیکنو سره د جرمني له جګړې د وروسته تاریخ ساتنه کړې ده او د بهرنیوچارو وزیر فرانک والترشتاین مایر وویل چې ګراس یو ستر هېوادوال و او مړینې یې سخت خواشینی کړی دی.