هېلرې کلېنټن وايي چې غواړي د ۲۰۱۶ کال په انتخاباتو کې ځان کاندید کړي او د امریکا لومړنۍ ولسمشره شي.
کلېنټن چې د بهرنیوچارو پخوانۍ وزیره او د امریکا لومړۍ مېرمنه وه؛ خپله کاندیداتوري پرون په یوه انټرنټي پیغام کې اعلان کړه.
له دې مخکې د مېرمن کلېنټن د کمپاین مسوول جان پوډېسټا John Podesta په یوه ایمېل کې چې پر ټویټرپاڼه کې یې پراخ انعاس وکړ؛ ویلي وو چې مېرمن کلېنټن ځان کاندیدوي. پوډېسټا لیکلي وو، دا خبره رسماً اعلانوي چې هېلري به د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې کاندیده وي.
هېلري کلېنټن د ۲۰۰۸ کال په انتخاباتو کې هم کاندیده وه؛ خو د بارک اوباما پر وړاندې یې ماتې وخوړه.
څارونکي وايي، ښايي په ډیموکراټ ګوند کې دننه د مېرمن کلېنټن په وړاندې کوم مخکښ کاندید د سیالۍ ډګر ته راونه وځي؛ خو څو د ټیټې کچې ډیموکراټانو ویلي چې د ځان کاندیدولو په اړه غور کوي.
هېلري کلېنټن به د بریا لپاره د فلوریډا د پخواني والي؛ جِب بوش Jeb Bush په ګډون د جمهوري غوښتونکي ګوند له هغه کاندید سره سیالي وکړي چې په مقدماتي پړاو کې له شلو د زیاتو کاندیدانو له مینځه غوره کېږي.