د افغانستان بانک ډاډ ورکوي چې د کابل بانک په شان ورته قضیه به بیا تکرار نه شي.
دغه څرګندونې د افغانستان بانک سرپرست خان افضل هډه وال د یکشنبې په ورځ د ملي بانک او د متشبسینو د عالي بورد په ګډه غونډه کې چې د قرضو د ورکولو په پروسه کې د اسانتیا په هدف جوړه شوې وه وکړې.
که څه هم د کابل بانک تردیوالي کېدلو وروسته خلکو تر ډېره په هېواد کې د بانکدارۍ په سیستم خپل باور بایللی دی، خو د افغانستان بانک چارواکي وايي چې د بانکدارۍ سیستم پیاوړی شوی او د کابل بانک په شان ورته پېښه به بیا تکرار نه شي.
د افغانستان بانک سرپرست خان افضل هډه وال د یکشنبې په ورځ په هغه غونډه کې چې د ملي بانک او خصوصي سکتور ترمنځ د پورنو د ورکړې د تفاهم لیک لاسلیکولو په هدف جوړه شوې وه وویل، اوس په هېواد کې د بانکدارۍ په سیسیتم اعتماد کېدلی شي:
″یو ډاډ درکوم تاسې ته، ستاسې له لارې د افغانستان خلکو او حکومت ته، د افغانستان بانکونه مطمین بانکونه دي، د افغانستان په بانکونه کې داسې نښانې نه لیدل کېږي چې د کابل بانک په شان قضیه بیا تکرار شي.″
په دغه غونډه کې د ملي بانک او خصوصي سکتور ترمنځ د پور ورکولو د پروسې د شفافیت او اسانتیا تفاهم لیک هم لاسلیک شو.
دوی دغه شان وویل چې هغه پیسې چې په بانکونوکې ذخیره شوي باید د بانکونو مسوولین یې د پانګوالو لپاره د کارولو زمینه برابره کړي.
د افغانستان بانک مسوولان په داسې حال کې په هېواد کې د بانکدارۍ د سیستم د پیاوړتیا خبره کوي چې حکومت ترډېره د کابل بانک قضیې ته د هواري لار پیدا کړې ده.
کابل بانک په ۲۰۱۰ کال کې هغه مهال له مالي بحران سره مخ شو چې یو شمېرسهم لرونکو یې شااوخوا ۹۰۰ میلونه ډالره په نا قانونه ډول بې ځایه کړې ول.
په عین حال کې د ښې حکومتدارۍ او اصلاحاتو په برخه کې د ولسمشرځانګړی استازی احمد ضیا مسعود وايي، د کابینې تربشپړېدلو وروسته به د حکومت لومړۍ اقدام د اقتصادي زېربناوو جوړول وي.
ښاغلي مسعود چې په یادې غونډه کې یې برخه اخیستې وه وویل، ډېرژریو نوی اقتصادي فصل پیل شي:
″تراوسه له بده مرغه په دغو شپږو میاشتو کې چې کوم اقتصادي کارونه باید ترسره شوي ول نه دي شوي، لکه څنګه چې ولسمشر ویلي ول لومړنۍ کاربه یې د اقتصادي زېربناوو جوړول وي، دا کاربه ډېرژروشي او موږ به په اقتصادي برخه کې د یو نوي فصل د پیل شاهدان اووسو.″
ښاغلي مسعود په انتقاد سره وویل چې په تېرو دیارلسو کلنو کې نوي سلنه پیسې په بانکونو کې ساتل شوي او یواځې لس سلنه یې په کار لوېدلي دي، په داسې حال کې چې په نورو هېوادونو کې برعکس خبره ده.
د یادونې ده چې د افغانستان بانک مسوولین په داسې حال کې خلکو ته په هېواد کې د بانکي سیستم ډاډ ورکوي چې څه موده مخکې د کندهارپه سپین بولدک ولسوالۍ کې د دغه بانک له څانګې څخه په لسګونه میلیونه افغانۍ غلا شوې.
د اقتصادي چارو کارپوهان وايي چې حکومت او اړوند ارګانونه باید په بانکي سیستم د خلکو د باورخپلولو په هدف د یاد سیستم د پیاوړي کولو او د پیسو د مصنونیت برخې ته جدي پام واړوي.