د افغانستان مشرانو جرګه په هېواد کې د وروستیو ناامنیو د وضاحت لپاره راتلونکې اونۍ امنیتي چارواکي دغې جرګې غواړي.
په مشرانو جرګې د امنیتي چارواکو د غوښتنې مساله په داسې حال کې مطرح کیږي، چې له دې نه وړاندې د افغانستان ولسي جرګې هم د نا امنیو د زیاتیدو په اړه اندیښنه څرګنده کړي.
هغوي په مرکز او ولایتونو کې د ناامنیو یو عمده علت د ملي وحدت د دواړو مشرانو ترمنځ اختلاف په ګوته کوي.