د بلخ ولایت په پوهنتون کې یوه څلور پوړیزه لیلیه د جرمني هېواد په مالي مرسته رغول کیږي.
د لوړو زده کړو وزارت سرپرست عثمان بابري د یکشنبې په ورځ ازادۍ راډیو ته وویل چې دغه څلور پوړیزه ودانۍ د ۴ میلیونه امریکايي ډالرو په ارزښت د یوکال په جریان کې جوړیږي.
ښاغلي بابري د لیلیې د جوړیدو د کارد پيل په مراسموکې وویل چې له دې سره به د لیلیو د کمښت ستونزه تر یوې اندازې راکمه شي.