د پروان په سیاه ګرد ولسوالۍ کې یوې چاودنې ۱۱ کسان ټپیان کړي دي

د پروان سیمه ییز چارواکي وايي؛ په سیاه ګرد ولسوالۍ کې یوه چاودنه شوې چې یوولس کسان یې ټپیان کړي دي.

دا پيښه نن سهار شوې چې په ټپيانو کې یې اته ملکیان او درې پولیس شامل دي.

د سیاه ګرد ولسوالي یوه مسوول حاجي عزیزالله آزادي راډیو ته پيښه تایید کړه او ویې ویل چې ماین په یوه لاسي کراچۍ کې ځای پر ځای شوی و.

وسله والو طالبانو د دې پيښې مسوولیت په غاړه اخیستی دی.