درېیو ښځینه کاندید وزیرانو خپل کاري پروګرامونه ولسي جرګې ته تشریح کړل

د افغانستان د کابینې درېیو ښځینه کاندید وزیرانو نن خپل کاري پروګرامونه ولسي جرګې ته بیان کړل.

د لوړو زده کړو لپاره کاندید وزیرې فریدې مومند وویل چې د کانکور مساله به جدي نیسي او هڅه به یې دا وي چې په پراخو پروګرامونو سره د کانکور له امله رامنځته شویو لانجو لپاره د حل دایمي لار ولټوي.

له مخدره موادو سره د مبارزې کاندید وزیرې سلامت عظیمي ژمنه وکړه چې بزګرانو ته د ډېرو اسانتیاوو په برابرولو سره به د بدیل معیشیت د پروګرام د کامیابه کولو هڅه وکړي؛ څو د مخدره موادو کرکیله ختمه شي.

د کار او ټولنیزو چارو کاندید وزیرې نسرین اوریاخیل هم ژمنه وکړه چې اداري فساد به له منځه وړي او هڅه به کوي چې معلولینو ته هم د زده کړو پراخې زمینې برابرې کړي.

د افغان کابینې په کاندید وزیرانو کې څلور ښځې هم شاملې دي چې درېیو یې نن خپل پروګرامونه تشریح کړل.

تر دې مخکې د پنځلسو کاندید وزیرانو له ډلې درېیو کاندید وزیرانو خپل پروګرامونه ولسي جرګې ته بیان کړي وو.