په کندهار ولایت کې یو تن انتحاري نیول شوی دی

په کندهار کې یو تن چې غوښتل یې انتحاري حمله ترسره کړي نیول شوی دی.

د ملي امنیت ریاست په یوه مطبوعاتي اعلامیه کې ویلي چې د زابل اصلي اوسیدونکی عبدالرحمن د کندهار ښار له یوې اړوندې سیمې نه د ملي امنیت منسوبینو په یو لړ ځانګړیو عملیاتو کې نیولی دی.

د اعلامیې له مخې عبدالرحمن نومي منلې چې غوښتل یې انتحاري حمله ترسره کړي.