د امریکا په کنزاس کې یو شل کلن هلک د انتحاري حملې د پلان په تور ونیول شو

د امریکا متحده ایالاتو فدرال څارنوالانو یو شل کلن هلک په کنزاس ایالت کې پر یوه امریکایي پوځي اډې د انتحاري حملې په پلانولو تورن کړ.

ویل کیږي، دا طرحه د اسلامي دولت ډلې د ملاتړ لپاره جوړه شوې وه.

د عدلیې وزارت "جان ټي بوکر" پرون تورن کړ چې د یوې پراخې ویجاړوونکي وسلې د کارولو؛ د چاودېدونکو موادو په وسیله د ملکیتونو د ورانولو او هم یې د تروریستي ډلې د ملاتړ لپاره د موادو د برابرولو هڅې کړې دي.

بوکر پرون (د اپریل پر لسمه) په کنزاس کې ونیول شو.