پلاوی: د دفاع وزارت په قراردادونو کې پراخ فساد شوی

د افغانستان د دفاع وزارت د لوجیستیکې قراردادونو د څیړلو لپاره ټاکل شوی پلاوی د تیلو او پترولو قراداد په اړه خپلې پلټنې بشپړي کړي دي.

دې پلاوي چې د پنجشنبې په ورځ یي په کابل کې له رسنیو سره خپلې څیړنې شریکې کړې وایي، د دفاع وزارت په قراردادونو کې پراخ فساد شوی دی او باید په فساد ککړ کسان مجازات شي.

د افغانستان د لویې څارنوالۍ چارواکي وایي، تراوسه د دې اختلاسونو په اړه اړوندې دوسیې دوی ته نه دي رسیدلي او له رسیدو سره به هغه په قانوني چوکاټ کې وڅیړي.

د نژدې دوه میاشتو تیریدو وروسته د دفاع وزارت په قرارداونو کې د شته فساد د څیړلو لپاره ټاکل شوي پلاوي خپلې څیړنې اعلان کړې.

دا پلاوی وایې، د دفاع وزارت په دولسو قراردادونو د پراخ فساد شکونه کېږي چې باید دوی یې وپلټي خو توانیدلي چې په دې موده کې د دفاع وزارت د تیلو او پترولو په اړه قرارداد چې ارزښت یې یو میلیارد ډالرو ته رسیږي وڅیړي.

د څيړونکې پلاوي ریس حمیدالله فاروقي او غړو یې د پنجشنبې په ورځ په یوه خبري غونډه کې وویل، د دوی څيړنې ښيي چې د دفاع وزارت په قراردادونو کې جدي فساد شته او په ډيرو مواردو کې قانون نه دی مرعات شوی.

ښاغلی فاروقي وایي، د دفاع وزارت د تیلو او پترولو قرارداد له څیړلو ښکاري چې هم قصداً د نرخ د لوړولو هڅې شوي دي او هم په پراخه اندازه سرغړونې:

″د پلاوي د څيړنو موندنې ښيې چې بدبختانه شرکتونو په قیمتونو جوړجاړی کړی او د همدې لپاره یې هڅې کړي دي.

بدبختانه د قیمتونو د جوړلو لپاره غیرقانوني،غیر اصولي او غیر اخلاقي کوششونه شوي دي نو زموږ پلاوي په دې بشپړ توافق لري چې کاملا سرغړونې شوی دي.″

نوموړی وایې، د قرارداونوله مطالعې او څیړنې ښکاري چې په یوه قرارداد کې لږترلږه سل میلیونه ډالره قیمت لوړ شوی دی.

جمهورریس اشرف غني دوه میاشتې وړاندې د ځینو شکایتونو په بنا د دفاع وزارت دوه قراردونه فسخه او د حمیدالله فاروقي په مشرۍ پلاوي ته یې دنده وسپارله چې د یاد وزارت لوژیستیکې قراردونه وڅېړي.

دا پلاوی وایې چې د دفاع وزارت د دوه قرارداونو د فسخ کولو سره دولت ته د لویې صدمې له رسولو مخنیوی شوی او دوی توانیدلی چې د قراردداونو هغه ادارې مشخصې کړي چې فساد او ښکاره سړغړونې یې کړي دي.

د دفاع وزارت د لوژیستیکې قراردادونو د څيړلو پلاوی که څه هم د اشخاصو نوم نه ښکاره کوي خو وایي، د دولت د تدارکاتو کمیسیون، د مالیې او دفاع وزارتونو د تدارکاتو ادارې، د غضنفرګروپ او د نارترن شرکت په څېر قراردادیان په دې اختلاس کې ښکېل دي.

له دې سره موظف پلاوی ټینګارکوي چې جمهور ریس اشرف غني ورسره ژمنه کړې چې څیړنو ته یې درناوی کېږي او وړاندیزونه یې مني، د افغانستان لویه څارنوالۍ وایې چې په دې اړه تراوسه دوی ته دوسیې نه دي لیږل شوي.

د لوېې څارنوالۍ استازې او د ټاکل شوي پلاوي غړی محمد قایم وایي، څارنوالۍ ته د دوسیو له رسیدو سره به ډيرژرد سرغړونکو په اړه وروستی پریکړې اعلان شي:

″تراوسه د قضیې دوسیې څارنوالۍ ته نه دي رسیدلي دا موضوع تیره ورځ وروستی شوی ده یعنې د پلاوي څيړنې بشپړې شوي او له هغې وروسته بیا څارنوالۍ ته د هغې د لیږلو پریکړه کېږي.″

څیړونکې په دې باوردي چې د دولت دا اقدام کولای شي د افغانستان په ادارو کې د روان فساد او د قانوني پړاونو پرته د قرارداونو د پاس کولو د عامې پروسې له مخنیوی سره مرسته وکړي.

دوی وایي، حکومت باید د څیړونکې پلاوي نتایجو او وړاندیزونو ته په درنه سترګه وګوري، سرغړونکوته جزا ورکړي او په نورو وزارتونو او ادارو کې د مروج فساد د مخنیوي لپاره هم ورته اقدامات وکړي.