د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزارت وایې، یو ځانګړی هییت د لاجورد لارې د تړون د چارو د چټکوالې په هدف اذربایجان ته تللی او د دغه هېواد د لوړ پوړو چارواکو سره به پردې موضوع خبرې وکړي.
د دې وزارت ویاند مسافر قوقندي ازادۍ راډيو ته وویل، افغانې هییت به پردې سربیره په افغانستان کې د پانګونې په برخه کې د اذربایجانې سوداګرو هڅونه، د دوی د مالیې ټولو سیسټم چې ډيرګټوربلل شوی او سوداګرۍ لاروچارو په اړه به د دغه هېواد د چارواکو سره هم خبرې وکړي.
ښاغلی قوقندي وایې چې د لاجورد لارې په جوړیدو سره به په ښه امنیتي فضا او کم مصرف سره افغانستان ته د اموالو صادرات او واردات ترسره کېږي.
د ده په خبره په دغه هییت کې د مشترک المنافع هېوادونو لپاره د ولسمشرځانګړی استازی شاکرګارګر او د افغانستان د کانونو او پطرولیم وزیر داوودشاه صبا هم ګډون لري.