وسله والو د بلخ د استیناف په ریاست ډله ییزه حمله کړې او دوه پولیس یې وژلي دي.
له بلخ څخه د ازادۍ راډيو خبریال د عیني شاهدانو په حواله وایې چې حمله کوونکي درې کسان دي او جګړه اوس هم دوام لري.
دوي زیاتوي چې حمله کوونکو لس څارنوالان هم یرغمل نیولي دي.
په همدې حال کې د بلخ د ملکي روغتون مسولینو ازادۍ راډیو ته ویلي چې د پيښې له سیمې ورته اووه تنه ټپیان ور وړل شوي چې یو ماشوم هم په کې شامل دی.
د دې حملې مسولیت کومې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.