سپینه ماڼۍ: لا هم د افغانستان وضعیت خطرناک دی

سپینه ماڼۍ وایي، په افغانستان کې د یوه امریکایي عسکر وژل د دې یادونه کوي چې تر اوسه د دې هېواد وضعیت خطرناک دی.

پرون په جلال اباد کې د ملي اردو یوه عسکر پرامریکایي عسکرو ډزې وکړې، یوعسکر یې وواژه او دوه نور یې ټپیان کړل.

د سپینې ماڼۍ ویاند جوش ایرنست د دغې پیښې په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې موږله افغان ولسمشراشرف غني او د هغه د حکومت له نورو غړیو او خپلو نړېوالو شریکانو سره په ګډه کارکوو ترڅو د یوه سوله ییز او سوکاله افغانستان د راتلونکې لپاره چې بالاخره شخړو ته د پای ټکې کښیودل شي، د افغان ملي یووالي د حکومت د هڅو ملاتړ وکړو.

دا په روان میلادی کال کې ناټو ته د تلفاتو دوهمه پیښه ده.

د جنوري په ۲۹ په ورته پیښه کې یوه افغان عسکر په ډزو درې امریکایي ټیکه داران وژلي و.