په تخار او ننګرهار کې د نشه يي موادو د قاچاق په تور ۶ تنه نیول شوي

د افغانستان له نشه یي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي اداره وايي؛ د نشه یي موادو د قاچاق په تور یې شپږ تنه نیولي دي.

د دغه ادارې له خوا په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې دغه کسان په پروان؛ تخار او ننګرهار ولایتونو کې نیول شوي دي.

اعلامیه زیاتوي چې له دغه کسانو سره سل کیلوګرام هیروین او تریاک نیول شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې شاوخوا شل ورځې مخکې د دملګرو ملتونو د نشه یي موادو او جرایمو سره د مبارزې ادارې ویلي وو چې د افغانستان د هوايي میدانونو څخه بهرنیو هیوادونو په ځانګړي توګه هند ته زیات قاچاق کیږي.

د افغانستان له نشه يي موادو سره د مبارزې وزارت د معلوماتو له مخې په ۱۳۹۳ لمریزکال کې د نشه یي موادو په تولید کې ۷۱ فیصده او د تریاکو په کښت کې اته فیصده زیاتوالی راغلی دی.