د افغانستان د دفاع وزارت لپاره کاندید وزیرله خپلې کاندیداتورۍ لاس په سر شو

د افغانستان د دفاع وزارت لپاره کاندید وزیرله خپلې کاندیداتورۍ لاس په سر شو.

د جمهوري ریاست څخه په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې جنرال محمد افضل لودین د یوې اعلامیې له لارې د خپل شخصي تصمیم له مخې له کاندیداتوریه تیر شوی.

اعلامیه زیاتوي چې ولسمشرغني ښاغلي لودین په نظامي برخوکې یو مسلکي او تجریبه لرونکي شخصیت بللی او ویلي چې د نوموړي دې تصمیم ته احترام لري.

جنرال افضل لودین د دوشنبې په ورځ د افغان حکومت له خوا د دفاع وزارت لپاره د کاندید وزیرپه توګه اعلان شو.

د جنرال افضل لودین له خوا په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې ځیني کسان غواړي د دفاع وزارت لپاره د ده په کاندیدو سره هېواد ته ستونزې جوړې کړي له همدې امله یې استفا ورکړې ده.

خو په دغه اعلامیه کې نورنه دي ویل شوي چې چا او د کومو اهدافو لپاره غوښتل د ده کاندیدو سره هېواد د ستونزو سره مخامخ کړي.