په سلګونه کسان د کوکنارو نېښ وهلو لپاره جنوبي سیمو ته تللي
Your browser doesn’t support HTML5
د افغانستان په جنوب کې د تاریاکو د شیرې اخیستلو فصل نږدې شوي او د نېښ وهلو لپاره هره ورځ په سلګونه ځوانان له کاونډي پاکستان او نورو سیمو دغه ولایتونو ته راځي.
د کندهار - هرات پر لویه لار په هر یو ساعت کې یو ټونس موټر چې له شاوخوا شل کسانو ډک دی؛ د هلمند مرکز لښګرګاه ته روان دی.
په موټر کې ټول سپاره کسان د غزني او زابل او سیدونکي او د کاونډي پاکستان د دیني مدرسو طالبان دي.
دوی ټول هلمند او فراه ولایتونو ته د کوکنارو دنېښ وهلو لپاره ځي.
په دغه کسانو کې چې ځني تنکي ځوانان دي؛ وايي چې نېستۍ په سر اخستي او د مجبوریت څخه نېښ وهي.