په افغانستان کې ۱۳ لکه جریبه ځمکه د پنځلس زره کسانو له خوا غصب شوې

د افغانستان د جمهوري رياست چارواکي وايي؛ حکومت به له اداري فساد، غصب او په هېواد کې له نا امنۍ سره هيڅ وخت سوله نه کوي.

د افغانستان د مځکو خپلواکه اداره (اداره ارضي) وايي چې په افغانستان کې يو میليون او درې سوه زره جريبه مځکه د حکومتي چارواکو په ګډون د ۱۵ زره کسانو له خوا غصب شوې ده.

د ولسمشر وياند اجل عبېد عابدي له آزادي راډيو سره په خبرو کې وويل چې د ملي وحدت حکومت به نه يوازې د مځکو د غاصبانو مخنيوی وکړي؛ بلکه د مځکې د مديريت د ښه والي لپاره به هم بنسټيز او مهم اقدامات کوي.

د افغانستان د مځکو د ادارې د معلوماتو له مخې؛ غصب شوي مځکې ډېرې په کابل، ننګرهار، کندهار، بلخ او هرات ولايتونو کې دي.