سعودي عربستان به د افغانانو د ویزې ستونزه ژر حل کړي

رياض به د افغانانو د ويزو د ممنوعيت ستونزه ډېر ژر حل کړي.

دا خبره نن له افغان ولسمشر سره په يوه غونډه کې د سعودي عربستان د کار؛ بهرنيو او کورنيو چارو د وزارتونو او د بشري قواوو د عمومي رياست د هيات غړيو وکړه.

د افغانستان د جمهوري رياست وياند اجمل عبېد عابدي له آزادي راډيو سره په خبرو کې وويل چې دا هيات چې د ولسمشر غني پر بلنه د وېزو د صدور د تخنيکي ارزونې لپاره افغانستان ته راغلی دی؛ پرون يې په ارګ کې له ولسمشر سره وليدل:

"دوی راغلل او ټوله اړوند پروسه يې ارزيابې کړه او په سعودي عربستان کې به خپلو مشرانو ته په دې اړه راپور ورکوي او موږ باور لرو چې په راتلونکي کې به داسې تدابير ونيول شي چې په هغه کې به د افغانستان او نورو اړوندو هيوادونو ګټې وي."

افغان ولسمشر محمد اشرف غني سعودي عربستان ته له خپل سفره وروسته ويلي وو چې په دې هيواد کې په کار بوخت شا او خوا سل زره افغانانو ته به ويزې ورکړل شي.