ایراني رسنۍ وایي، یو شمیر وسله والو کسانو د پاکستاني سرحد ته نژدې اته ایراني سرحدي ساتونکي وژلي دي.
د فارس نیمه رسمي خبري آژانس د راپور له مخې دا پیښه پرون د سیستان بلوچستان په ناکراره ولایت کې شوې ده.
د سیستان بلوچستان مرستیال والي علي میرشکاري اېرنا خبري آژانس ته ویلي چې برید کوونکي تر پیښي وروسته بیرته پاکستان ته تښتیدلي دي.
په دې ولایت کې چې تر ډیره سني مسلمانان په کې میشت دي؛ په پرله پسې ډول د وسله والو کسانو له خوا پر امنیتي ځواکونو چې اکثره ایراني شیعه مذهبي دي؛ بریدونه کیږي.
دا وروستی برید د ۲۰۱۳ کال د اکتوبر د پیښي راهیسې چې ۱۴ سرحدي ساتونکي په کې وژل شوي وو؛ تر ټولو خونړی بلل کیږي.
د هغه برید مسوولیت په القاعده پورې تړلي د جیش اعدل ډلې منلی و.