د عراق عدلي طب د هغو دولسو مشکوکو ډله ییزو قبرونو په اړه پلټنې پیل کړي چې ګمان کیږي؛ د اسلامي دولت ډلې له خوا د ۱۷۰۰ وژل شویو سرتیرو مړي به په کې وې.
دغه قبرونه په تکریت ښار کې دي.
د دغو قبرونو پلټل پرون پیل شوه. د تکریت ښار څو ورځې وړاندې حکومتي ځواکونو د شیعه ملیشو په مرسته د اسلامي دولت ډلې له وسله والو ونیو.
یو شمېر قبرونه د عراق د پخواني دیکتاتور صدام حسین په ولسمشرۍ ماڼۍ کې موندل شوي دي.
د "ډې. ان. اې" آزموینه به وروسته له هغه پیل شي چې دغه مړي له قبرونو راویستل شي.
د ۲۰۱۴ کال په جون کې په تکریت ښار کې د امریکا پر پوځي اډې کمپ سپیکر د اسلامي دولت ډلې په حمله کې ډیری شیعه مذهبي سرتیري ووژل شوه.
دا هغه مهال و چې د اسلامي دولت ډلې د عراق په شمال کې ډیرې سیمې لاندې کړي. دغې ډلې وروسته د وژنو ویډیوګانې او انځورونه په ټولنیزو رسنیو کې خپاره کړل.