په کابل کې د ملي مشارکت ګوند د ایران پرضد مظاهره وکړه

د ملي مشارکت ګوند سلګونه غړو د ایران پر ضد مظاهره وکړه او دا هیواد یې تورن کړ چې د سوریې، عراق او یمن جګړو ته افغانان لیږي.

د دې ګوند مشر نجیب الله کابلي وویل؛ ایران د منځني ختیځ په دې درېیو هېوادونو کې د ۳۰۰ وژل شوو افغانان مسوول دی.

دا مظاهره نن سهار د کابل له شهر نوه پیل او د ایران سفارت مخې ته پای ته ورسیده.

د ښاغلي کابلي په باور، د ایران حکومت افغان مهاجر د پیسو او له زندان څخه د خلاصون په بدل کې د ګاونډیو هېوادونو سوریې، عراق او یمن جګړو ته لیږي.

مظاهره چیانو ټینګار کاوه چې افغان حکومت او د ملګرو ملتونو سازمان باید د افغان مهاجرو پر وړاندې د ایراني حکومت د قانون ماتونې مخنیوی وکړي.

تراوسه د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت او په کابل کې د ایران سفارت په دې اړه تبصره نه ده کړې.