د اوکراین په ختیځ ډوینڅک ښار کې بېلتون پالو وسله والو ۱۶ حکومتي سرتیري خوشي کړي دي.
د بېلتون پالو یوه چارواکي ویلي؛ دا ۱۶ سرتیري وروستي اوکرایني عسکر وو چې له دوی سره د جګړې د زندانیانو په توګه بندیان وو.
د اوکراین خبري اژانس د دغو خوشې شوو سرتیرو تصویرونه خپاره کړي چې بس ته د ختلو پر مهال ښکاري.
د اوکراین ولسمشر پټرو پروشینکو په خپله ټویټر پاڼه د دغو سرتېرو خوشې کیدل تایید کړي او هغوی يې اتلان ګڼلي دي.