د مدني ټولنې غړي د فرخندې د قاتلینو علني مجازات غواړي

د فرخندې د وژلو په اړه د خلکو له خوا د عدالت غوښتنو په لړ کې دا ځل د افغانستان مدني ټولنه له حکومته غواړي چې د دې پیښې عاملین دې په علني ډول مجازات شي.

د افغانستان د فرهنګ او مدني ټولنې ريیس تیمور حکیمیارد دوشنبې په ورځ ازادي رادیو ته وویل؛ د مجرمانو علني مجازات به خلکو ته عبرت او په راتلونکې کې به د داسې پیښو مخه هم ونیول شي:

"لومړی باید د دې قضیې عاملین په علني ډول اعدام شي؛ ترڅو هغو کسانوته عبرت شي چې غواړي؛ له قوانینو پرته خلک په صحرايي محکمو کې اعدام او یا یې وسوځوي.

په موجوده پیښه کې شامل کسان هم وپوهیږي چې په داسې مواردو کې هیڅوک د انفرادي فیصلې حق نه لري."

حکیمیار وویل، د عدالت پلی کول او مجرمانو ته علني مجازارت کولی شي؛ خلک د دوی مسوولیتونو ته متوجه شي.

اوه ویشت کلنه فرخنده د تېر لمریز کال د حوت په اته ویشتمه د کابل ښار شاه دوشمشېره زیارت ته څیرمه د قران پاک د سوځولو په تور د یو شمېر کسانو له خوا لومړی ووژل شوه او بیا وسېځل شوه.

په عین وخت کې د کورنیو چارو د وزارت څیړنو ښودلې چې فرخنده په بشپړه توګه بې ګناه وه او د قران پاک هیڅ نسخه یې نه وه سېځلې.

د فرخندې وژنه په هیواد کې دننه او بهر زرګونو کسانو د غونډو او مظاهرو په کولو سره غندلي او په دې هکله یې د عدالت غوښتنه کړې ده.

د افغان حکومت چارواکي په دې نظردي چې ډېر ژر به د دې پیښې څیړل بشپړ او عاملینو ته به جزا ورکړل شي.

د افغانستان لویې څارنوالۍ هم ویلي چې د فرخندې دوسیه به ډېر ژر بشپړه کړي.

د افغان حکومت اجراییوي ريیس وایي؛ د فرخندې د وژلو پیښه باید داسې وڅیړل شي چې د خلکو ترمینځ د اختلاف سبب نه شي.

ښاغلي عبدالله عبدالله دا څرګندونې د دوشنبې په ورځ د کابینې په غونډه کې وکړې:

"هغه تقابل چې د مدني ټولنې او د هېواد دعالمانو ترمینځ ایجاد شوی و؛ د دې پرځای باید ټول د سولې، عدالت او د هېواد د سلامتیا لپاره په یوه لیکه روان شي؛ په دې هکله مو هم خبرې لرلې.

کومې غوښتنې چې د فرخندې په هکله د عدالت په اړه شوې وې؛ په دې هم خبرې وشوې؛ څو د ښمنان له دې موقع ناوړه ګټه وانه خلي."

د فرخندې وژنه د دې هیواد په تاریخ کې د وحشت یوه بې سارې پیښه ګڼل شوې ده.

خلک له حکومته غواړي چې د پیښې اصلي عاملین او هڅوونکي دي معلوم او مجازا ت کړي.

دوی تاکید کوي چې حکومت دې هیچا ته اجازه نه ورکوي چې په انفرادي فیصلو دې خلک په واټونوکې مجازات کړي.

راپور: خان محمد سیند