د پاکستان دفاع وزیر وایي، د یمن د شیعه یاغیانو پرضد د سعودي عربستان په مشرۍ ایتلاف له اسلام اباد نه د پوځي الوتکو، بیړیو او ځمکنیو ځواکونو غوښتنه کړې ده.
خواجه محمد اصف دا خبره نن د پارلمان ګډې جلسې ته وکړه.
د پاکستان پارلمان نن په یوې خاصي جلسه کې په یمن کې د حوثي ملیشو پرضد د سعودي عربستان له خوا د پوځي مرستې په غوښتنې بحث پیل کړ.
د پاکستان صدراعظم نوازشریف تیره اوونۍ د پارلمان د دواړو مجلسونو د ګډې غونډې غږ کړی و ترڅو بحث وکړي چې په یمن کې د حوثي شیعه ځواکونو پرضد د سعودي عربستان په مشرۍ جوړشوي ایتلاف کي کډون وکړې او کنه.
نوازشریف په وار وار ویلي چې د سعودي عربستان ځمکنې تمامیت ته د هر ډول ګواښ دفاع به وکړي.
سعودي عربستان او د خلیج عربي سني حکومتونه له پاکستان سره نږدې اړیکي لري.
سعودي عربستان تیرکال پاکستان ته یو نیم میلیارده ډالره ورکړي وو.