افغان حکومت په هلمند کې د بې ځایه شویو کورنیو لپاره لس میلونه افعانۍ مرسته کوي.
د حکومت د اجرایوي ریاست له خوا په یوې خپرې شوې خبرپاڼې کې ویل شوي، د دې بې ځایه شویو کورنیو سره د مرستو پریکړه د یکشنبې په ورځ د طبیعي پېښو سره د مبارزې د دولتي کمیسون په غونډه کې شوې ده.
د عبدالله عبدالله په مشرۍ په دې غونډه کې پریکړه وشوه چې د دوشنبې په ورځ به دوه سوه ټنه غنم هم هلمند کې د بې ځایه شویو کډوالو د مرستې لپاره واستول شي.
په خبرپاڼه کې نه دي ویل شوي چې په هلمند کې څومره کورنۍ له خپلو اصلي سیمو بې ځایه شوې. خو په سیمه کې چارواکو ویلي چې دغلته په یو شمېر ولسوالیو کې روانو جګړو او عملیاتو زرګونه کورنۍ اړکړي چې خپلې سیمې پریږدي او دا مهال په ستونزمنو شرایطو کې ژوند کوي.