افغان ولسمشر محمد اشرف غني نن د فرخندې د فاتحې په مراسمو کې ګډون وکړ.
دا مراسم نن ماسپښین د ارګ په جومات کې ترسره شول چې په کې د فرخندې کورنۍ او خپلوانو او دغه راز بیلابیلو حکومتي چارواکو ګډون کړی وو.
بل لور ته
د افغان حکومت اجراییه ریاست وايي؛ د هغو دولتي چارواکو په اړه تحقیقات جریان لري چې د فرخندې قتل یې توجیه او یا یې هم ورڅخه ملاتړ کړی دی.
د اجراییه ریاست د ویاند مرستیال جاوید فیصل نن آزادي راډیو ته وویل؛ هرکله چې دغې څیړنې بشپړې شي په اړه به یې اجرات وکړي.
د اطلاعاتو فرهنګ وزارت مرستیاله سیمین حسن زاده او د کابل د امنیې قومندانۍ پخواني ویاند حشمت ستانکزی په دې خاطر له دندو ګوښه شوي چې د فرخندې قتل یې په لومړی سرکې توجیه کړی و.
ویل کیږي چې د وزیر اکبر خان د جومات ملاامام او د مشرانو جرګې غړی زلمی زابلي هم د هغو کسانو له ډلې نه دي چې د فرخندې وژنه یې توجیه کړی و خو وروسته یې بښنه غوښتې وه.
وروستیو څیړنو ښودلې چې فرخنده کاملا بې ګناه وه.