لویه څارنوالۍ وايي ډېر ژر به د فرخندې د وژنې د دوسیې په اړه څېړنې بشپړې شي

د افغانستان لویه څارنوالي وايي چې ډیر ژر به د فرخندې د قتل د دوسیې په اړه تحقیقات بشپړ شي.

د دې ادارې ویاند بصیر عزیزي نن آزادي راډیو ته وویل چې د فرخندې د قتل دوسیه د قوانینو پر اساس څیړل شوې او با صلاحیته محاکمو ته به وسپارل شي.

ښاغلی عزیزي وایي چې د دغې قضیې پهتړاو هیڅ راز ګواښ او فشار موجود نه دی.

فرخنده د ۱۳۹۳ لمریز کال د حوت په ۲۸ شاه دوشمشېره زیارت ته څېرمه د قرانکریم د سوځولو په تور د قهرجنو خلکو له خوا په وهلو ډبولو سره ووژل شوه او ورسته یې جسد ته اور واچول شو.

وروستیو څیړنو ښودلې چې فرخنده کاملا بې ګناه وه.