تر راتلونکو درېیو ورځو پورې به د بریښنا ستونزه هواره شي

د افغانستان بریښنا شرکت وايي چې تر راتلونکو درېیو ورځو پورې به د کابل د بریښنا ستونزه هواره کړي.

د بریښنا شرکت ویاند وحیدالله توحیدي نن آزادي راډیو ته وویل چې د برېښنا د ویجاړو شویو پایوو د ترمیم کار روان او تر راتلونکې اونۍ پورې به بشپړ شي.

که چیرې د هوا حالات ښه وي نو تر راتلونکې سه شنبې د کابل بریښنا جوړیږي.

ښاغلي توحیدي وویل چې د هوا د خرابوالۍ له امله دوی نه دي توانیدلي؛ څو د بریښنا پر پایو لینونه نصب کړي.

څه مودې مخکې په سالنګ کې د برفکوچونو له امله کابل ښار د برېښنا له ستونزو سره مخ شو چې کابل ښاریان یې له امله شکایت لري.