د بامیانو پوهنتون یوشمېر محصلینو تحصن کړی دی

د بامیانو پوهنتون په مخ کې نن په سلګونو محصلینو مظاهره وکړه.

دغه محصلین له افغان حکومت او د لوړو زده کړو له وزارت څخه غواړي؛ څو بامیانو ولایت کې د افغان محصلینو موجوده ستونزو ته رسیدګي وکړي.

محصلین وايي چې دوی لیله او همداراز خوراکي مواد نه لري؛ ځانونو ته د استوګنې خونې هم په لوړه بیه په کرایه نیسي.

محصلینو د بامیان پوهنتون ته مخامخ تحصن کړي او ویلي یې دي؛ تر هغه به خپل تحصن ته ادامه ورکړي، څو مرکزي حکومت د دوی ستونزې حل نه کړي.