مظاهره چيانو د فرخندې د قاتلينو د محاکمې غوښتنه وکړه
Your browser doesn’t support HTML5
په ننګرهار کې د ملي همبستګۍ ټولنې په سلګونو غړو د یوې مظاهرې له لارې پر مرکزی حکومت غږ وکړ چې د فرخندې قاتلين دې محاکمه شي.
دغه مظاهره چې د شنبې ورځ سهار شاوخوا نهه بجې د جلال اباد ښآر په پښتونستان واټ کې تر سره شوه؛ تر دوه ساعتونو پورې دوام وکړ.
د دې مظاهرې په لسګونو ګډونوالې میرمنې وې؛ دوی پر مرکزي دولت نيوکه کوله چې مجرمينو ته سزا نه ورکول کیږي او همدا لامل دی چې په هیواد د جرمونو کچه لوړيږي.
دغو مظاهره چيانو له ولسمشر نه غوښتنه وکړه چې د فرخندې په قضيه کې ښکیل کسان دې په عام محضر کې محاکمه شي.
حمید مهمند دا ویډیو اېډیټ کړې ده.