د افغانستان د ملي امنیت عمومي ریاست وایي چې د خوست په ښار کې وروستۍ انتحاري حمله چې هدف یې مظاهره چیان وو؛ د حقاني شبکې له خوا پلان شوې وه.
د ملي امنیت عمومي ریاست رسنیوته په استول شوي پیغام کې ویلي چې انتحاري حمله کوونکی له ملتان څخه د حقاني شبکې د مشر سراج الدین حقاني په سپارښتنه خوست ته راغلی و.
په خوست کې د پنجشنبې په ورځ د مظاهرې پر مهال انتحاري حمله وشوه چې ۲۰ کسان په کې ووژل شول او د شپیتو په شااوخوا کې نور تپيان شول.