حزب الله د ایران او شپږو قدرتونو ترمنځ د شوې موافقې هرکلی وکړ

په لبنان کې د ایران پلوو، شیعه وسله والو ډلې حزب الله د تهران د اټمي پروګرام په اړه د موافقې پر طرحه د شپږو نړیوالو قدرتونو او ایران ترمنځ د موافقې هرکلی وکړ.

د حزب الله مرستیال مشر نعیم قاسم پرون (شنبه) په بیروت کې وویل چې دا موافقه د دې لپاره چې پر غرب اتکا له منځه ولاړه شي؛ بری و.

هغه زیاته کړه چې دا پرمختګ په سیمه او نړۍ کې د ایران موقف او رول ته رسمیت ورکوي.